د مالیې وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د مشر هبتالله اخندزاده د «مهربانۍ او لورېینې» له مخې د ټولو مالیه ورکوونکو اضافي ماليې (مالیاتي جریمې) بښل شوي دي.
دغه وزارت د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ټول مالیه ورکوونکي باید د خپل تېر کال د مالیاتو باقیات د روان کال تر پایه ادا کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ۱۴۰۱ کال د تلې میاشتې ۱۵مې نېټې مخکې ټولې تحویل شوې جریمې له دې حکم مستثنی دي او له یادې نېټې وروسته اخیستل شوې جریمې بېرته شخص ته ورکول کېږي.
د خبرپاڼې له مخې د مالیې بېرته ورکړه د عوایدو لوی ریاست د مالیاتي سېسټم له لارې د مالیه ورکوونکي د راتلونکو کلونو مخکینۍ ورکړې حساب کې شمېرل کېږي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې د هېواد په ځینو ولایتونو کې هټۍوالو او کوچنیو کاروباریانو د مالیې له لوړوالي شکایت درلود.