Asset 1SWN

زابل کې سږکال پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر لوړ شوی

IMG-20230106-WA0021

زابل کې د تېرو کلونو په پرتله روان لمریز کال پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په کم‌سارې توګه لوړه شوې ده.

روغتیايي چارواکي وايي، روان ۱۴۰۱ کال کې زابل کې ۱۳۶۱ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي، په داسې حال کې چې تېر ۱۴۰۰ کال دغه شمېر ۹۸۰ ته رسېده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د زابل د ولایتي روغتون امر ډاکټر داوود  وویل: «د خوراځواکو ماشومانو شمېر لوړ شوی، تېر۱۴۰۰ کال کې ۹۸۰ او ۱۴۰۱ یعنی سږ کال چې جریان لري، ۱۳۶۱ تنه پر خوارځواکي ناروغۍ اخته شوي دي.»

زابل کې یوشمېر هغه میندې چې ماشومان یې پر خوارځواکۍ اخته شوي، اقتصادي ستونزې او بې‌وزلي پر خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو مهم لاملونه بولي.

دوی وايي، د اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ له امله د خپلو شېدو خوړونکو ماشومانو خوړو او درملنې ته رسیدنه نه شي کولی.

فاطمه چې ماشومه یې پر خوارځواکۍ اخته دی سلام‌وطندار ته وویل: «دا نجلۍ له خپله شیره کمه ده/ مور یې شیدې نه‌لري او د نورو شیدو وس مو نشته، دا درېیم ځل دی چې موږ یې بستروو، په روغتون کې چې بستر وي رکه روغه شي، خو چې کور ته یې بوزو بېرته پخواني حال ته ورګرځي.»

په ورته وخت کې د ماشومانو د داخله اطفالو یوشمېر متخصصان بیا د میندو نه پاملرنه او استراحت طلبي، بې‌وزلي او تر ټاکلې مودې د مور د شېدو پر ځای ماشوم ته نور خواړه ورکول هغه لاملونه بولي چې له امله یې ماشومان په خوارځواکۍ اخته کېږي.

د ماشومانو متخصص ډاکټر وزیر په دې اړه وویل: «کله چې ماشومانو ته په کاپي اندازه ټاکل شوې، خواړه یعني د مور شیدې ونه رسېږي، ماشوم سوي تغذي ته ځي، کله کله مور د شیدو پر ځای نور خواړه ورکول کېږي چې دا ندي ښه باید تر شپږ میاشتو پورې د مور شیدې ماشوم ته ورکړل شي. لاملونه یې اقتصادي فقر، د ماشومانو نه پاملرنه ده.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې هېواد کې د روانې بې‌وزلۍ، او اقتصادي ستونزو له کبله د زابل ترڅنګ، ګڼو نورو ولایتونو کې هم لوی شمېر ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي او یا هم پر یادې ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام