دایکندي کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۵۳سلنه لوړ شوی
د دایکندي د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وچکالي او بېوزلي له امله د تېر کال په پرتله سږکال پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۵۳سلنه لوړ شوی دی.
د دایکندي د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وچکالي او بېوزلي له امله د تېر کال په پرتله سږکال پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۵۳سلنه لوړ شوی دی.
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې د ۲۰۲۲ کال د یوولسم میاشتو پر مهال کابل کې د ماشومانو د دماغي فلج کچه لوړه شوې ده.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې نن چهارشنبه د مرغومې ۲۱مه په یوه راپور کې ویلي چې کابل کې د تېر ۲۰۲۱ کال په پرتله ۲۰۲۲ کال کې پر دماغي فلج د اخته ماشومانو شمېر ۵۰سلنه لوړ شوی دی.
زابل کې د تېرو کلونو په پرتله روان لمریز کال پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په کمسارې توګه لوړه شوې ده.
روغتیايي چارواکي وايي، روان ۱۴۰۱ کال کې زابل کې ۱۳۶۱ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي، په داسې حال کې چې تېر ۱۴۰۰ کال دغه شمېر ۹۸۰ ته رسېده.
د اسلامي امارت د روغتیا وزارت نن له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې نړیوالې ورځې په تړاو د «له سرطاني ناروغانو د ساتنې تشه ډکه کړئ» تر نوم لاندې غونډه جوړه کړې وه. د عامې روغتیا وزارت مسوولانو په دغه غونډه کې وویل چې هر کال افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰۰۰ کسان پر سرطان ناروغۍ اخته کېږي او له دې ډلې له ۱۶ تر ۲۰۰۰۰ ناروغان مړه کېږي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون