ټاکل شوې چې نن په تاجکستان کې د روسیې، هند او د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په ګډون یوه دوه ورځنۍ ناسته جوړه شي. ویل کېږي چې په دغه ناسته کې به د افغانستان د سیاسي، بشري او امنیتي وضعیت په تړاو خبرې وشي.

د یادې ناستې له جوړېدو سره په یوه وخت کې د اسلامی امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته ویلي، هېوادونه ‌باید د افغانستان  له وضعیت څخه اندېښنه ونه‌لري او ټولې هغه غونډې چې له هېواد څخه بهر جوړېږي، له افغانستان څخه باید په‌کې ملاتړ وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی هېواد کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ بولي او په وینا یې، اسلامي امارت نړیوالو سره د ښه تعامل غوښتونکی دی او افغان خاوره به هېڅ‌کله د بل چا پر ضد ونه کارول شي. بلال کریمي له نړیوالو غواړي چې اسلامي امارت سره رسمي روابط پیل کړي، څو اندېښنې یې له رسمي لارو هوارې شي.

د چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې ځینې هېوادونه د افغانستان له وضعیت څخه اندېښنې لري او له همدې امله د تاجکستان د ناستې په څېر غونډې جوړوي.

د نړیوالو چارو کارپوه جاوید مومند سلام‌وطندار ته وویل، یوشمېر هېوادونه افغانستان څخه د ګواښ احساس کوي او اسلامي امارت ته په کار ده چې د رسمیت پېژندنې لپاره هڅې وکړي، څو نړیوالو غونډو کې د ګډون بلنه ورکړل شي او د افغانستان په اړه اندېښنو ته ځواب ووايي.

نوموړي وویل: «د اسلامي امارت ځینې کړنې وې چې هېوادونه یې اړ کړل او پوه شول چې دوی له خپلو موخو نه‌دي ګرځېدلي، د بېلګې په توګه په رسنیو او نجونو محدویتونه، د نجونو ښوونځیو تړل او کورنی مشروعیت نه ترلاسه کول، هغه پلمې دي چې نړۍ ته یې په لوی لاس ورکوو.»

جاوید مومند همداراز زیاتوي چې په بېلابېلو هېوادونو د افغانستان په تړاو شویو غونډو ته په پام، ځینې نور هېوادونه بیا د سیالیو له مخې ورته غونډې جوړوي. د هغه په وینا، د ډیپلوماسۍ له پلوه هم د دغه ډول غونډو جوړول نورو ته زور ښودنه ده.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو بل کارپوه ګل‌محمد ګلزی هم په دې باور دی چې اسلامي امارت باید له نړۍ سره تعامل ولري او اندېښنو ته یې د ځواب په ویلو سره د هغوی ډاډ ترلاسه کړي، څو حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي او د تاجکستان په څېرغونډو کې د ګډون بلنه ورکړل شي.

نوموړي وویل: «څو چې د افغانستان د اوسنیو چارواکو نظرونه وانه خیستل شي، په داسې مسایلو کې او لږ تر لږه هغوی داسې ستونزو ته متوجه نه‌کړي، فکر کوم په بهر کې د داسې غونډو جوړول به ګټه ونه‌لري، څو د ستونزو د له‌منځه وړلو په موخه افغان حکومت له ګاونډیانو سره ژمنې ونه‌کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د تاجکستان تر غونډې وړاندې هند او ځینو نورو هېوادونو کې هم د افغانستان په تړاو د اسلامي امارت د استازیو په نه‌شتون کې غونډې جوړې شوي، خو مثبتې پایلې یې نه‌دي تر سترګو شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام