د پاکستان  لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه اسلام‌اباد کې د امنیتي مذاکراتو په نوم غونډې ته ویلي، که افغانستان سره مرسته ونه ‌شي، نه یوازې د کډوالۍ بحران به زیات شي، بلکې ترهګرو ته به هم فرصت برابر شي چې غښتلي او ان د سپتمبر د ۱۱مې پېښې په څېر به بله پېښه رامنځته شي.

د چارو شنونکي د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي او وایي، پاکستاني چارواکي د افغانستان په اړه دوه ګونی چلن کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سیاسي چارو کارپوه حمیدالله هوتک نیوکه کوي چې اسلامي امارت تراوسه کورنۍ او بهرنۍ پالیسي نه‌لري، نو همدا دلیل دی چې پاکستان او نور ګاونډیان تل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

هغه وویل، پاکستان ډېری وخت د افغانستان په اړه لابي‌کری او ځان یې دوست ښودلی، خو بل‌خوا یې د افغانانو پښې وهلي دي. د هغه په وینا، دا د اسلامي امارت د حکومت کمزورتیا ده چې په اتو میاشتو کې یې خپله پالیسي نه‌ده جوړه کړې.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «که ګاونډی دی، که لرې اوکه  نږدې هېوادونه دي، اوس یو وار د اسلام په نامه معرفي کوی، بهرنیانو ته بېرته می بیا داعش معرفي کوی. خارجیانو ته بېرته مي بیا د اسلام دوست معرفي کوي. خپل هېواد ته او افغانستان ته بېرته مې په نړۍ کې داعش او ترهګر معرفي کوي. زه ولې کورنۍ او بهرنۍ تګلاره نشم جوړولای، ما په وار وار د امارت اسلامي پر مشرانو غږ کړی ان ورسره کېښناستلی یم چې کوم خوا ته روان یاست او څه کوي.»

د سیاسي چارو بل کارپوه نورشاه نوراني وايي، اوس وخت کې افغانستان کې ترهګرې ډلې شتون نه‌لري او د پاکستاني چارواکو له څرګندونو څخه داسې ‌ښکاري چې دوی غواړي افغانستان کې یوه بله پروژه پلي کړي او د پخوا په شان د امنیت په نوم بهرنیانو څخه پیسې ترلاسه کړي.

هغه وویل، پاکستان په دغه ډول څرګندونو سره غواړي اسلامي امارت کمزوری ثابت کړي او نړیوالو ته وښيي، چې افغانستان کې په بل نوم ترهګرۍ فعالیت پیلوي او هغه به نړۍ ته ګواښ ووسي.

مونږ هڅه وکړه په دې اړه د اسلامي امارت د ویاندویانو غبرګون ترلاسه کړو چې سره له ډېرو هڅو بریالي نه‌شوو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د اسلامي امارت چارواکو تر دې وړاندې په وار وار بهرنیو هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان کې کومه ترهګره ډله فعالیت نه‌لري او افغان خاوره به هېڅ کله د نورو پر وړاندې و نه کارول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام