نن د هېواد پلازمېنې کابل کې د ۳۴ ولایتونو د دیني علماوو استازيو په يوه غونډه کې د سولې له مذاکراتو ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل چې افغانستان کې د قدرت ترلاسه کولو لپاره جګړه حرامه ده.
دغو علماوو وویل چې په هېواد کې وینه تویونه او جګړه نور شرعي جواز نه لري او جګړې دواړه لوري دې له خپلمنځي نښتو لاس واخلي او سوله دې وکړي.
دیني عالم فرمان الله نیازي وویل، دیني عالمان مسوولیت لري چې په بېپرې او د الله رضا لپاره د ولس د درد دوا شي.
نوموړي د جګړې پر دواړو لوريو غږ وکړ چې د بې ګناه مسلمانانو د وینې له تویولو مخنيوي وکړي او له شخصې ګټو تېر شي تر څو د کورنيو جګړو د مخنيوي لمن ونيول شي.
د هېواد د ۳۴ ولایتونو د دیني علماوو د دارالانشاء مشر محمد سرور عمر هم وویل چې دیني علما له دواړو لورو غواړي چې سولې ته غاړه کېږدي.
نوموړي له بینالافغاني خبرو په ملاتړ سره وویل، دواړه لوري باید په خبرو کې رښتيني وي او خبرې باید شعاري نه وي او په ریښتنې توګه دې جګړه ځپلي ملت ته سوله راولي.
د افغانستان دیني علما په داسی حال کې د سولې له مذاکراتو ملاتړ کوي چې تردې وړاندې د اسلامي نړۍ د ټولنې مشر له یوې رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و چې په افغانستان کې جګړه د مسلمانانو ترمنځ ده او دا جګړه جواز نه لري.