د افغان او ایراني انځورګرانو لومړنی ګډ نندارتون د یکشنبې په ورځ په هرات کې د «بوی جوی مولیان » تر نامه لاندې جوړ شو.  په دې نندارتون کې د افغان او ایراني انځورګرانو اثار نندارې ته وړاندې شو.

د دغه نندارتون جوړوونکي وايي، دغه نندارتون د نوي کال د رارسېدو په مناسبت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ فرهنګ معرفي کولو او د ورورګلوۍ او یوالي رامنځته کولو په موخه جوړ شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغان انځور اخیستونکی حکمت‌الله ارباب‌ازاده چې د «پسرلي او هیلو» په نوم یې خپل اته اثار نندارې ته اېښي وايي، هڅه کوي چې په خپلو اثارو سره خلکو ته د سولې او هوساینې پیغام وړاندې کړي. هغه وایي، ۳۸ کاله کېږي چې هرات کې د انځور اخیستونکي په توګه کار کوي او په  دغه موده کې توانېدلی مختلفو برخو کې خپل ډېر اثار نندارې ته وړاندې کړي.

دغه افغان انځور اخیستونکی د هېوادونو ترمنځ د دغه ډول نندارتونونو جوړول ګټور بولي او وایي: « دا د لا زیاتې پېژندګلوی سبب کېږي، پیغامونه له دې ځای څخه هتله لېږدول کېږي، د هغه ځای خلک او هنرمندان د دې ځای هنر سره اشنا کېږي او مونږ د هغه ځای له هنر سره.»

هرات کې ایراني فرهنګ‌پال مجید خالق ‌نیاز وایي،  په دغه نندارتون کې د هرات انځور اخیستونکو د اثارو ترڅنګ، د ایراني انځورګرانو ۱۹ اثار هم نندارې ته وړاندې شوي چې دا په خپله د ایران او د افغانستان پر فرهنګ ښه اغیز کولی شي. هغه زیاتوي، ټاکل شوې د افغان او ایراني انځورګرانو ترمنځ دغه ډول ګډ نندارتون په ایران کې هم جوړ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له بلې خوا، د هرات د اطلاعات او فرهنګ رییس نعیم‌الحق حقاني د دغه نندارتون جوړېدو څخه ملاتړ کوي او وايي، دغه ډول نندارتونونه کولای شي چې د دواړو هېوادونو مشترکات پیاوړی کړي.

ددې نندارتون ګډونوال هم د دواړو هېوادونو د مشترکاتو پر دوام ټینګار کوي او مسولینو څخه غواړي چې د انځور اخیستونکو ملاتړ وکړي. هرات کې د افغان او ایراني انځورګرانو ترمنځ دغه نندارتون چې د هرات په سلجوقي تالار کې جوړ شوی  د روانې اوونۍ ترپایه به د لیدونکو پرمخ پرانیستی وي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام