Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د پنځه ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالي پيل شوې

IMG-20231128-WA0011

د میدان‌وردګ د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د یاد ولایت په کوربتوب د کابل، بامیان، لوګر او بغلان ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالي پيل شوې. 

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امر ذبیح‌الله وهاج سلام‌وطندار ji وویل چې دغه سیالي د میدان‌وردګ د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري جوړې شوي چې د پنځه ولایتونو څخه به په‌کې ۱۲ لوبډلې ګډون ولري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

 وهاج زیاته کړه چې پيل شوې سیالۍ به یوه اوونۍ دوام وکړي او موخه یې د والیبال ورزش ته وده ورکول، د ولایتونونو په کچه د والیبال لوبغاړو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کول او همدارنګه د ورزش کاررانو ترمنځ د تجربو شریکول دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، په پام کې ده د والیبال د پيل شویو سالیو په پای کې لومړي، دویم او درېیم مقام ګټوونکو ټیمونو ته غوره ډالۍ هم ورکړل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام