د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مېشت افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد په ټاکنیزو منډو ترړلو کې له ښکېلتیا ډډه وکړي.

یاد وزارت «دوشنبه، نومبر ۲۷مه» په یوې خبرپاڼه کې ویلي، که افغان کډوال د دغه هېواد ټاکنیزو فعالیتونو کې د کوم نوماند او ګوند مرسته وکړي، له هېواده به وشړل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خبرپاڼه زیاتوي چې افغان کډوالو حق نه‌لري د پاکستان ټاکنو کې فعالیت وکړي او په وینا یې، دغه کړنه یې ناقانونه عمل دی او ښکېل کس که په قانوني او غیرقانوني توګه دغه هېواد کې اوسېږي، وبه شړل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز د دغه هېواد وګړو ته هم خبرداری ورکړی چې مېشت غیرقانوني بهرنیانو ته باید دنده ورنه‌کړي.

خبرپاڼه دا هم وايي، که څوک پاکستان کې مېشت ناقانونه بهرنیو کډوالو ته دنده ورکوي او یا هم د دندې په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته کوي، باید دغه وزارت سره یې ټول اړین معلومات ثبت کړي.

د پاکستان اکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې پر خپل وېب‌پاڼه د یاد وزارت له قوله لیکلي: «هر افغان کې په دې فعالیتونو کې ښکېل وي، ډيپورټ سره به مخ کېږي، پرته له دې چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري او که نه. وزارت پر پاکستانیانو هم غږ کړی چې غیرقانوني بهرنیو وګړو سره د کارپیدا کولو یا ورکولو کې مرسته ونه‌کړي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت که څه هم د ناقانونه بهر مېشتو هېوادونو نومونه نه‌‌دي اخیستي، خو دغه هېواد کې ډېر افغان کډوالو مېشت دي.

دغه خبرداری داسې مهال دی چې پاکستان د نومبر له لومړۍ نېټې له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې چې تر دې مهاله زرګونه کورنۍ افغانستان ته ستنې کړل شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د راپورونو له مخې، تراوسه شاوخوا ۴۰۰زره کسان له پاکستانه په زور افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام