مکډونالډز وايي چې غزه کې د اسراییلو د جګړې راهیسې د تېرو څلور کلونو پر مهال په لومړي ځل یې خپل عواید له لاسه ورکړي دي.
مکډونالډ نړۍ کې د ځانګړو خوړو ځنځیروي رسټورانټونه لري چې د خپلو ځانګړو خوړو له امله خورا مشهور دی او په یوه برنډ بدل شوی دی. د مکډونالډز د یوې څانګې مالک اسراییلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مکډونالډز اجرایي مدیر کرېس کېمپچینسکي «دوشنبه، جنورۍ پنځمه» ویلي چې اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه اندونیزیا او مالیزیا کې د اسراییلو جګړې د دوی پر پلور اغېز کړی.
هغه یادو هېوادونو کې د مکډونالډز «فاسټفوډ» د پلور کچه ناهیلې کوونکې بللې ده. «تر هغه چې دا جګړه روانه وي، موږ تمه نهلرو چې دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړو.»
نوموړي پر غزې د اسراییلو برید انساني ناورین وباله او په وینا یې،« دغه چاره به د دوی په څېر برانډ باندې اغېز وکړي.»
منځني ختیځ، چین او هند کې د اکتوبر او ډسمبر میاشتو پر مهال د مکډونالډز د فاسټفوډ پلور ۰.۷سلنې ته ښکته شوی چې د بازار تمه او اټکل یې ۵.۵سلنه شوی و.
د پلور دغه کچه وروسته له هغې ټیټه شوه چې د مکډونالډز یوه اسراییلي مالک ژمنه وکړه چې د اسراییلو جګړه کې به پوځ ته وړیا خواړه برابروي.
ځینو مسلمانو هېوادونو کې د مکډونالډز مالک د دې څرګندونو په غبرګون کې پر نوموړي د بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړه.