افغان ملي بانک خلکو ته د اسانتیا برابرولو لپاره د ټرافیکو ریاست کې څانګه پرانېزي

د ټرافیکوعمومي ریاست او افغان ملي بانک نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د موټرچلوونکو د تادیاتو پروسې د اسانولو په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. د دغه هوکړه‌لیک پر بنسټ به د ټرافیکو ریاست کې د افغان ملي بانک يوه څانګه پرانېستل کېږي.

مک‌ډونالډز: اسلامي هېوادونو کې مو د پلور کچه له لاسه ورکړې

مک‌ډونالډز وايي چې غزه کې د اسراییلو د جګړې راهیسې د تېرو څلور کلونو پر مهال په لومړي ځل یې خپل عواید له لاسه ورکړي دي.

مک‌ډونالډ نړۍ کې د ځانګړو خوړو ځنځیروي رسټورانټونه لري چې د خپلو ځانګړو خوړو له امله خورا مشهور دی او په یوه برنډ بدل شوی دی. د مک‌ډونالډز د یوې څانګې مالک اسراییلی دی.