Asset 1SWN

غزه کې د یوې ورځې پر مهال ۲۴ اسراییلي ځواکونه وژل شوي

fffffffffffffffffffff

د اسراییلو پوځ وايي چې غزه کې یې له حماس ډلې سره په نښته کې د یوې ورځې پر مهال ۲۴ سرتیري وژل شوي دي.

اسراییلو دغه مرګ‌ژوبله غزه کې له جګړې راهیسې تر ټولو لویه هغه بللې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري نن سه‌شنبه د جنورۍ۲۳مه ویلي، ۲۱ سرتیري هغه مهال ووژل شول چې د یوې چاودنې له امله دوه ودانۍ ویجاړې شوې.

د نوموړي په وینا، دغه ودانۍ د سرتیري له‌خوا په ماین پوښل شوې وې او وروسته له هغې ونړېدلې چې یوه وسله‌وال د سرتېرو ټانک ته نږدې لاسي بم ګذار کړ.

درې نور سرتیري بیا د غزې سوېل کې د نښتو پر مهال وژل شوي دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو په یوه بیان کې ویلي: «پرون مو د جګړې له پیله تر دې مهاله تر ټولو دردونکې او سخته ورځ تجربه کړه. د خپلو اتلانو لپاره به تر هغو له جګړې لاس په سر نه‌شو چې بریا مو نه‌وي ترلاسه کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دغه شمېر اسراییلي ځواکونه داسې مهال وژل کېږي چې اسراییل روان کال له پیل خپل تر ټولو لویو ځمکني عملیات پیل کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام