د افغانستان او پاکستان ترمنځ دروازې له یوولس ورځو تړل کېدو وروسته پرانېستل شوې

پاکستاني ځواکونو د تېرې میاشتې په ۲۳مه نېټه د تورخم دروازه د باروړونکو موټرو پر مخ وتړله ځکه وتړله چې د افغان باروړونکو موټرو چلوونکو پاسپورټونه او د دغه هېواد ویزې نه لرلې. د ا.ا سرپرست حکومت هم ورته پرېکړه وکړه او د پاکستان د باروړونکو موټرو پر چلوونکو يې د پاسپورټ او ویزې شرط کېښود.

روسیه نږدې راتلونکې کې د افغانستان په تړاو څلور اړخیزه ناسته جوړوي

تاس خبري اژانس نن «سه‌‌شنبه، سلواغې درېیمه» په یوه راپور کې ویلي چې روسیه به د روانې جنورۍ میاشتې تر پایه د افغانستان په اړه یوه څلور اړخیزه غونډه جوړه کړي.

تاس خبري اژانس دغه راپور کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ویلي، دغه غونډه کې به د افغانستان د ټول‌ګډونه حکومت جوړولو، ترهګرۍ سره پر مبارزې او د مخدره توکو د قاچاق پر مخنیوي بحث او خبرې وشي.

د افغانستان بانک سبا چهارشنبه «۱۶» میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا چهارشنبه «سلواغې درېیمه» به «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (سه‌‌شنبه، د سلواغې درېیمه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

پکتیا کې پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د خرلاڅي دروازه پرانېستل شوه

د پکتيا سوداګرۍ خونې مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالي کې پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د خرلاڅي دروازه د ټرانزیټ پر مخ بېرته پرانېستل شوه.

د پکتيا د سوداګرۍ خونې مسوول حسيب‌الله ګردېزی وايي، د خرلاڅي دروازه د هر ډول باروړونکو موټرو د تګ‌راتګ پر مخ پرانېستل شوې او دواړو لوریو ته ولاړ موټر اوس تګ‌راتګ کولای شي.

روزګان کې په ۱۸ میلیونه افغانیو اووه چکډېمونه جوړېږي

د روزګان په مرکز ترینکوټ او شپږو ولسوالیو کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د سېلابونو مخنیوي او د اوبو زېرمې لپاره اووه چکډېمونه جوړېږي.

د روزګان والي محمدعلي جان احمد د یاد ولایت چنارتو ولسوالي کې د دې چکډېمونو له ډلې د یوه چکډېم د بنسټ ډبره کېښودله.

هرات کې زلزله‌ځپلیو ته ۱۴۰ کورونه وسپارل شول

هرات کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت د انجیل ولسوالي په یو‌شمېر کلیو کې یې ۱۴۰ جوړ شوي کورونه، زلزله‌ځپلیو ته سپارلې دي.

دغه کورونه د انجیل په میرقنات، خواجه شهاب، علي‌منصور، کالار او هوا دشت کلیو کې جوړ شوې دي. د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او زلزله‌ځپلیو ته د رسېدنې کمېټې ویاند احمدالله متقي وايي چې دغه کورونه څه باندې یوې میاشت کې رغول شوي او ۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.