د پکتيا سوداګرۍ خونې مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالي کې پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د خرلاڅي دروازه د ټرانزیټ پر مخ بېرته پرانېستل شوه.
د پکتيا د سوداګرۍ خونې مسوول حسيبالله ګردېزی وايي، د خرلاڅي دروازه د هر ډول باروړونکو موټرو د تګراتګ پر مخ پرانېستل شوې او دواړو لوریو ته ولاړ موټر اوس تګراتګ کولای شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه سلاموطندار ته وویل: «د خرلاڅيو لاره د تجارت پرمخ پرانيستل شوې. مخکې له ډريورانو د پاسپورټ غوښتنه کېده، خو اوس دوه مياشتې وخت ورکړل شوی چې پرته له پاسپورټ هم دوه مياشتې ډريوران تګراتګ کولای شي. واردات او صادرات ترسره کېږي.»
بلخوا د پکتيا ولايت مقام وياند عبدالقدير احمدي بيا وايي، پاکستاني لوري پر خرلاڅي دروازه تېره ورځ هغو افغاني موټرو ته د اوښتو اجازه ورکړې چې د پاکستان خاوره کې ولاړ وو او دوی هم پر افغان خاوره ولاړو پاکستاني موټرو ته د اوښتو اجازه ورکړې ده.
هغه وویل: «يوازې هغو موټرو ته د اوښتو اجازه ورکړل شوې چې د پاکستان طرف ته ولاړ و او افغاني موټر و هغو ته اجازه ورکړل شوې چې را واوړي او هم له دې خوا هغو پاکستاني موټرو ته اجازه ورکړل شوې چې افغانستان خاوره کې ولاړ و خو نوي موټر نه له دې خوا پرېښودل کيږي او نه هم له هغې خوا.»
په ورته مهال د پکتیا یوه سوداګر خالد سلاموطندار ته وویل چې ډنډپټان لاره نن سهار په بشپړه توګه د سوداګرۍ پر مخ پرانېستل شوې، خو په وینا یې، تر اوسه ناروغانو او مسافرو ته د تګ اجازه نده ورکړل شوې.
د خرلاڅيو لاره نږدې نهه ورځې وړاندې د پاکستاني ځواکونو لهخوا له افغان موټر چلوونکو د پاسپورټ او ویزې غوښتنو له امله تړلې وه.