Asset 1SWN

پاکستان له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د خرلاڅي دروازه تړلې

خرلاڅي دروازه

 د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې په کورمه اېجنسۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د جګړې له امله د خرلاڅي دروازه تړل شوې.

د پکتیا ولایت مقام ویاند عبدالقدیر احمدي سلام‌وطندار ته وايي، دغه دروازه له تېرې ورځې راهیسې د مسافرو پرمخ تړل شوې، خو د باروړونکو موټرو د تګ‌راتګ لپاره وخت ناوخته پرانېستل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل:«د فرضي کرښې هغې غاړې ته د دوو قومونو ترمنځ له ډېر وخت جګړه ده، کله چې جګړه زور واخلي، دا لاره هم تړل کېږي. اوس هم وخت ناوخت غټو موټرو ته اجازه ورکول کېږي، خو ناروغان او نورو مسافرو پر مخ مطلق بنده ده. له خلکو غواړو چې د لارې خلاصون تر وخته دې له تګ ډډه وکړي.»

خو د پکتیا د سوداګرۍ خونې مسوولان او سوداګر بیا وایي، دغه لاره د پاکستان له‌خوا له موټرچلوونکو د ویزې غوښتنې له امله تړل شوې.

د پکتیا د سوداګرۍ خونې مسوول حسیب‌الله ګردیزي وایي چې پاکستان تېره ورځ «یکشنبه، مرغومې ۲۴مه» یاده لاره له دې امله وتړله چې د باروړونکو موټرو چلوونکي پاسپورټ نه‌لري.

د نوموړي په وينا، د کرښې دواړو غاړو ته په لسګونه باروړونکي موټر ولاړ دي. «له تېرې ورځې سهار نهه نیمو بجو راهیسې د خرلاڅیو لاره بنده ده. همدا ستونزه ده، له ډریورانو پاسپورټ او ویزه غواړي.»

د پکتیا سوداګرو لپاره د خرلاڅي دراوزه د تجارت لپاره تر نورو هغو نږدې او لنډه ده او هم د ناروغانو لپاره د تګ‌راتګ اسانه لاره بلل کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د خرلاڅي ترڅنګ د تورخم لاره هم له تېرو څو ورځو راهیسې له موټر چلوونکو سره د پاسپورټ او ویزې نشتون له امله پاکستاني لوري تړلې چې تراوسه یې د بېرته پرانېستلو هڅې بې‌پایلې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام