Asset 1SWN

روزګان کې په ۱۸ میلیونه افغانیو اووه چکډېمونه جوړېږي

IMG-20240123-WA0042

د روزګان په مرکز ترینکوټ او شپږو ولسوالیو کې د ۱۸میلیونه افغانیو په لګښت د سېلابونو مخنیوي او اوبو زېرمې لپاره اووه چکډېمونه جوړېږي.

د روزګان والي محمدعلي جان احمد د یاد ولایت چنارتو ولسوالي کې د دې چکډېمونو له ډلې د یوه چکډېم د بنسټ ډبره کېښودله.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي د دغه چکډېم د بنسټ ډبرې کېښودو پر مهال رسنیو ته وویل چې د یادو ټولو چکډېمونو د رغونې چارې به په دوو میاشتو کې بشپړې شي.

هغه زیاته کړه، هڅه کوي چې لرو پرتو ولسوالیو او سیمو ته خدمتونه ورسوي او په وینا یې، څو خلک له دولتي خدمتونو برخمن شي.

هغه وویل: «د روزګان کې اووه چک‌ډیمونه د ریس‌الوزرا د مقام له‌خوا منظور شوي چې تاسې شاهدان یاست چې نن مو چنارتو کې د یو چک‌ډیم د بنسټ ډبره کېښوده. دا چې روزګان وچکالۍ ځپلی او ډېر خلک یې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي. دغه پروژې دوی ته ډېرې ګټمنې دي.»

په ورته مهال چنارتو ولسوالي اوسېدونکي وايي، وچکالي یې پر کرنه او مالداري ناوړه اغېز کړې، خو په وینا یې، د یاد چکډېم پر جوړېدو به یې ستونزې هوارې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دوی په خپله سیمه کې د لازیاتو پراختیايي پروژو د پلي‌کېدو غوښتنه کوي. د یادونې ده چې د دغه ولایت خلک تر ډېر پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي، د اوبو نشتون یې دواړې برخې ځپلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام