Asset 1SWN

لوګر کې په ۱۷میلیونه افغانیو جوړ شوي چک‌ډېمونه ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شول

IMG-20240115-WA0020

د اوبو او برښنا وزارت چارواکي وایي چې دغه چک‌ډېمونه د تېرو شپږو میاشتو پر مهال د ۱۷ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړ شوي دي.

د یادو چکډېمونو پرانېست‌غونډې ته د اوبو او برښنا سرپرست عبداللطیف منصور وویل، اوبو او برښنا وزارت د لوګر په ګډون په ګڼو ولایتونو کې د لسګونه ذخیروي بندونو او چکډېمونو د جوړېدو چارې پیل کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه چې دغه چکډېمونه او ذخیروي بندونه کولای شي چې د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه او د سېلابونو مخنیوی وکړي.

منصور زیاته کړه چې په یادو پروژو کې ۵۰۰ کسانو ته د شپږ میاشتو لپاره د کارکولو زمینه برابره شوې او پرانېستل شوي چکډېمونه د ۳۶زره متره مکعبه اوبو ذخیره‌کېدو ظرفیت لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شی چې تېره ورځ هم د اوبو او برښنا وزارت له لوري د محمداغې ولسوالي د «سرخ‌اب» اوبو بند د بیارغونې چارې پیل شوې چې یاد بند به د شاوخوا ۱۱میلیونه افغانیو په مالي لګښت په پنځه میاشتو کې جوړ او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام