Asset 1SWN

هرات کې زلزله‌ځپلیو ته ۱۴۰ کورونه وسپارل شول

۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴

هرات کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت د انجیل ولسوالي په یو‌شمېر کلیو کې یې ۱۴۰ جوړ شوي کورونه، زلزله‌ځپلیو ته سپارلې دي.

دغه کورونه د انجیل په میرقنات، خواجه شهاب، علي‌منصور، کالار او هوا دشت کلیو کې جوړ شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او زلزله‌ځپلیو ته د رسېدنې کمېټې ویاند احمدالله متقي وايي چې دغه کورونه څه باندې یوې میاشت کې رغول شوي او ۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د نوموړي په وینا، د هرات په زلزله‌ځپلیو سیمو کې د کورونو د رغونې چارې روانې دي چې نږدې راتلونکې کې به یې چارې بشپړې او زلزله‌ځپلیو ته به ورکړل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هرات کې زلزله‌‌ځپلیو ته د رسېدنې کمېټې چارواکي وايي چې زلزله‌ځپلیو ته د جوړېدونکو ۳۶۶۰ کورونو له ډلې یې ۱۰۰۰ کورونه د بنسټونو او سوداګرو له‌خوا او پاتې یې د سرپرست حکومت له لوري جوړ شوي او جوړېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام