Asset 1SWN

غزه کې لس اسراییلي ځواکونه وژل شوي

65493aaa04e556.34963827

د اسراییلو پوځ وايي چې غزه کې د نښتو پر مهال یې د یوه ډګروال په ګډون لس پوځیان وژل شوي دي.

د اسراییلو پوځ نن «چهارشنبه، ډسمبر ۱۳مه» یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پوځیان پرون سه‌شنبه په نښتو کې وژل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د لوېدیځې غاړې جنین ښار کې د اسراییلي ځواکونو پوځي عملیات دوام لري.

د راپورونو له مخې، اټکل دی چې په دې عملیاتو کې تر سلو پورې کسان د اسراییلي ځواکونو له‌خوا نیول شوي دي.

فلسطین کې چارواکي وايي چې د جګړې پیل راهیسې تر دې مهاله شاوخوا ۸۰۰۰ کسان ورک شوي او یا هم تر خاورو او د ویجاړو شویو ودانیو لاندې دي.

په همدې حال کې د هوا سړښت د زرګونو هغو فلسطیني وګړو ژوند سخت کړی چې له خپلو مېنو سوېل ته بې‌ځایه شوي او دا مهال کمپونو کې ژوند کوي.

سخت بادونه، بارانونه او له امله یې د سېلابونو راوتل د یادو بې‌ځایه شویو ژوند سخت کړی دی.

د فلسطین روغتیا وزارت خبرداری ورکړی چې د زرګونه بې‌ځایه شویو ترمنځ د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو ګواښ شتون لري.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د بې‌ځایه شویو ۱،۹ میلیونه فلسطیني وګړو له ډلې یې ۳۶۰۰۰۰ کسانو کې د عفونیت نښې نښانې موندل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام