Asset 1SWN

د تخار د ای‌خانم بندر له لارې د توکو صادرات صفر کچې ته ټیټ شوي

D0ajHRtX0AA6dmG

د تخار په دشت‌قلعه ولسوالي کې د ای‌خانم بندر مسوولان وايي چې دغه بندر کې له تاجکستان سره د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد کچه د پخوا په پرتله کمه شوې ده.

ای‌خانم بندر له ګاونډي هېواد تاجکستان سره یو له ارتباطي بندرونو څخه دی چې هر کاله ګڼ‌شمېر سوداګریز توکي له دغې لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ تبادله کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، له دغې لارې د وارداتو کچه کمه شوې او صادرات هم په ټپه ولاړ دي.

د ای‌خانم ګمرک امر محمد اسماعیل سلام‌وطندار ته وویل: «مخکیني حکومت کې د وارداتو او صادراتو کچه لوړه وه، خو اوس کمه ده، یعنی یوازې د ګوتې په شمېر توکي لکه سمنټ، پسته او نور توکي له دې لارې تېرېږي.»

هغه سوداګر چې د ای‌خانم بندر له لارې صادرات او واردات کوي، د دغه بهیر د کمرنګه کېدو لامل، د ای‌خانم بندر لاره کې د تاجکستاني چلوونکو ټولنې له‌خوا د توکو د لېږد بیې لوړېدل بولي او وايي، اوس کندوز کې د شېرخان بندر له لارې خپل توکي افغانستان ته واردوي.

یوه سوداګر احمدشاه وویل: «تاجکستان کې د یوې کپمنۍ له لوري د ای‌خانم برخې تړون جلا و چې له همدې امله بار کم و، وروسته له هغې چې بار یې زیات کړ، تاجکستاني چلوونکو د ټولنې په جوړولو سره کرایه لوړه کړه او له همدې امله د ای‌خانم بندر له لارې موږ ته ګټه نه کوي، خو موږ هم د لنډ مهال لپاره تړلی، څو کرایه کمه شي.»

بل لور ته بیا د مخکیني نظام پر مهال شاوخوا ۲۰۰کسان په ای‌خانم بندر کې پر کار بوخت وو چې اوس یې ډېر شمېر وزګاره او په کور ناست دي.

د دغه ګمرک د کارکوونکو د همغږۍ مسوول یارجان سلام‌وطندار ته وویل: «پخوا به پسته راتله، لیلامي او نور جنسونه، نه پوهېږم چې تاجکستان کې بازار نه‌لري او که بله خبره ده، خو اوس یوازې سمنټ راځي او نور څه نشته. په ټوله کې د تېر په پرتله کار کم شوی.»

ای‌خانم بندر د افغانستان او تاجکستان ترمنځ یوه سوداګریزه لار ده چې د تېرو حکومتونو پر مهال یې د پراختیا او په ډېره اندازه د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره هغسې چې اړتیا ده، کار نه‌ دی شوی.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا مهال د دې بندر له لارې په لاس جوړو شویو کوچنیو کېښتیو کې سوداګریز توکي د امو سیند له لارې تاجکستان څخه افغانستان ته را راوړل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام