باختر خبري اژانس د کندوز د ګمرک ریاست د مسوولانو له قوله خبر ورکړی چې شېر‌خان بندر د سوداګریزو او ټرانزیټي توکو د لېږد رالېږد پرمخ پرانستل شوی دی.

باختر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه بندر له ۱۵ ورځو تړل کېدو وروسته د کندوز او تاجکستان د ګمرکونو د استازیو ترمنځ د یوې هوکړې له مخې بېرته پرانستل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال باختر خبري اژانس زیاته کړې چې له دې وروسته د تاجکستان سوداګر کولای شي، د افغانستان ویزې ترلاسه او دغه هېواد ته د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره تګ‌راتګ وکړي.

له دې وړاندې د کندوز د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان ویلي وو چې دغه ولایت کې د شېر‌خان بندر د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پرمخ تړل شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کندوز د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند مسعود وحدت سلام‌وطندار ته ویلي و چې دغه بندر تړل شوی او د پولې دې‌ غاړې ته له سوداګریزو توکو بار شاوخوا ۴۰۰ موټر بند پاتې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام