له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د تخار مرکز په تالقان ښار کې سختې جګړې روانې دي او د دغه ښار اوسېدونکي یې اړ کړي چې خپلې مینې پرېږدي او نورو امنو سیمو ته کډوال شي.

د تالقانو ښار یو‌شمېر اوسېدونکي وايي، په تېره یوه اوونۍ کې داسې کومه شپه نه ده راغلې چې دوی دې د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږ نه وي اورېدلی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌‌پاڼه وڅارئ

د تالقانو ښار اوسېدونکی احسان‌الله وايي: «د طالبانو بریدونه د دې لامل شول چې د سپکو او درنو وسلو مرمۍ د خلکو پر کورونو ولګيږي. د هاوان مرمۍ توغولو پایله کې څو مېرمنې او ماشومان چې له ولسوالیو ښار ته را بې‌ځایه شوي وو، شهیدان شوي. ماشومان شهیدان شوي. مونږ چې دلته یو، زمونږ ماشومان د شپې له خوا خوب نه لري. نیمه شپه د توپ او جګړې دوام له کبله راپاڅیږي او چېغې وهي.»

په ورته مهال، د تالقانو ښار له شاوخوا کلیو څخه زرګونه کورنۍ د جګړو له امله بې‌ځایه شوي او د ښار دننه یې پنا راوړې ده. دغه بې‌ځایه شوي د ژوند له بد وضعیت څخه سرټکوي او وايي، تراوسه یې هېڅ ډول مرسته نه ده تر لاسه کړې.

 خال محمد وايي: «زه د آق بلاق سرای سنګ یم. آق بلاق د جګړې کرښه ده، دولت او طالب ۵۰متره فاصله نه لري. مونږ په دې منځ کې ۸۰۰ کورنۍ یو. طیاره یې هم ولي او طالب هم. زمونږ څاروي یو‌شمېر يې مړه شو او پاتې نور مو را واېستل . ځینې یې وږي تږي پاتې شو. دې ښوونځي ته راغلو، تشناب نه لري. ګرمي ده. شپه چې تېره شي، نیم یې سبا ډاکټر ته ځي.»



د تخار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس محمد یاسین لبیب وايي، بې‌ځایه شویو ته هره ورخ رسېدنه کوي، خو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د ټولو بې‌ځایه شویو اړتیاوې نه شي پوره کولای.

بل‌خوا د تخار امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر د تالقانو ښار شاوخوا ته د طالبانو ډلې د بریدونو له شنډولو خبر ورکوي او وايي: «طالبانو نن سهار په ټول قوت سره خوځښتونه وکړه او د هوايي ملاتړ په پایله کې د فاعي ګډو ځواکونو له لوري په شاه وتمبول شول. درانه تلفات اووښتي او اوس مرستندویه ځواکونه هغې سیمې ته استول شوي دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د فاریاب له ولایت څخه هم خبر رارسېدلی چې طالبانو له دې لوري د دې ولایت په مرکز میمنې ښار برید کړی دی.

امنیتي سرچینې چې نه غواړي رپوټ کې یې نوم واخیستل شي، سلام وطندار ته وايي، طالبانو د امنیتي ځواکونو درې هاموې ټانکونه نیولي او اور یې ورکړی دی.

خو د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو پر میمنې ښار د طالبانو بریدونه شنډ کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام