Asset 1SWN

تخار؛ د امنيتي ځواکونو هوايي بريد کې ۱۲ ماشومان وژل شوي

new-oxab0pzvqzsprud7yelkbqa8mf2639h8fkbj5avg5w

 

د تخار ولايت ځايي مسوولان وايي، پر یوې دیني مدرسې د افغان ځواکونو هوايي برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري د ياد خبر په تاييد سره سلام‌وطندار ته وویل، دغه هوايي برید تېره شپه د مرکز تالقانو ښار ۱۲ کیلومترۍ کې «هزاره قرلق» سیمه کې په تېروتنې سره شوی دی.

د هجري په وينا، د افغان ځواکونو دغه «اشتباهي» برید کې د نجونو او هلکانو په ګډون ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

تخار ولایت کې دې وروستیو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي چې تېره ورځ هم بهارک او خواجه‌غار ولسوالیو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې او اوس هم روانه ده.

دغو نښتو او د طالبانو کمین کې تر ۵۰ زیات دولتي سرتېري وژل شوي دي.

د تخار د ولايتي شورا منشي محمداعظم افضلي وايي چې د امنیتي ځواکونو په هوايي بريد کې د مدرسې ملا امام هم وژل شوی دی.

خو ياد ولايت کې یوه بله سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، په دې بريد کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

د سرچينې په وينا، وژل شوي او ټپيان هغه کسان دي چې پلرونه يې په محلي پوليسو کې د طالبانو پر وړاندې جنګېږي.

سرچينه زياتوي، تر اوسه پورې د تخار د محلي ادارې مسوولان د قربانيانو پوښتنې ته روغتون ته نه دي ورغلي او نه هم کومه مرسته شوې.

خو د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح پر مدرسې بريد کې د ماشومانو وژل ردوي.

نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې په دې بريد کې هغه کسان وژل شوي چې وړمه ورځ يې امنيتي ځواکونه وژلي وو.

امرالله صالح زياته کړې، په دې اړه داسې ثبوت لري چې انکار ترې نه‌شي کېدای او هغو کسانو چې داسې «اوازې» د خبرونو د سرټکو په توګه خپرې کړي، قانوني چلند ورسره کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام