تخار کې یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي سلام‌وطندار ته وویل، د اسلامي امارت یو تن سرتېری ګلبدین چې په صداقت مشهور و، د دغه ولایت د مرکز تالقانو ښار په زرګري سیمه کې د ناپېژانده وسله‌والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د سرچينې په وينا، ناپېژاندو وسله‌والو د اسلامي امارت په دغه سرتېري له ډزو وروسته د هغه وسلې او تجهيزات هم له ځانه سره وړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د تخار د والي وياند خان‌زرین منهاج وايي، ګلبدين چې په صداقت مشهور و، نن سهار د تالقانو ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند زرګري سيمه کې د غلو له خوا وژل شوى دى. هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دغه راز، پرون هم ناپېژاندو وسله‌والو د تخار د پوهنتون په سیمه کې د کرنې رياست يو تن کارکوونکى په ډزو وواژه او موټر يې ورڅخه وړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام