دا پېښه بېګاه د دغه ولایت د خواجه‌سبزپوش ولسوالي په بایقیزي سیمه کې شوې ده. په خواجه‌سبز‌پوش ولسوالي کې سرچینې وايي چې یاد ځوان خلیفه خال‌دار نومېده او د عبدالخلیل زوی و.

د سرچینو په خبره، ناپېژنده وسله‌والو بېګاه ۱۱:۵۰ دقیقې دغه ځوان چې ویده و، په خپله بستره کې پنځه مرمۍ ویشتی او وژلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سرچینې زیاتوي، د پېښې عاملان له سیمې تښتېدلي دي.

تراوسه د دغه قتل لامل او انګېزه نه دي روښانه او نه یې په اړه څوک نیول شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام