فاریاب کې یوې ولسي سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت خواجه سبزپوش ولسوالي کې د ماین چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د سرچینې په وینا، چاودنه پرون «یکشنبه-غبرګولي یوولسمه» هغه مهال رامنځته شوې چې د خواجه سبزپوش ولسوالي «شباختو» سیمه کې ماشومان خپل کور کې پر لوبو بوخت وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
چاودنه له تېرو جګړو څخه دغه کور کې د پاتې ناچاودي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د یادې چاودنې د قربانیانو د کورنۍ یوه غړي محمدیوسف ویلي چې پېښه کې یوه ۱۷کلنه نجلۍ له دوو اووه کلن او لس کلن ماشومانو سره وژل شوې او درې ماشومان چې اووه، اته او لس کاله عمرونه لري، ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه ماین په دې حویلي کې له پخوا پاتې و او یاده کورنۍ ترې ناخبره وه. سرچینې زیاته کړې چې د ټپیانو وضعیت نازک دی او د ښې درملنې په موخه بلخ ته لېږل شوي دي.
هېواد کې له تېرو جګړو پاتې ناچاودي توکي او ماینونه هر کال د سلګونه هېوادوالو ژوند اخلي او ګڼشمېر نور یې له امله ټپیان او معلول کېږي.
افغانستان د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې له جګړو څخه د پاتیو ماینونو او ناچاودو توکو باندې پوښل شوی دی.