Asset 1SWN

سلام وطندار

د معلولانو نړیواله ورځ؛ معلولان: اقتصادي ستونزو مو ژوند تریخ کړی

_109988026_gettyimages-1172228485

نن د ډسمبر درېیمه د معلولانو نړیواله ورځ ده. کابل ښار کې یو‌شمېر معلولان وايي چې د معلولیت له کبله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د کابل اوسېدونکې حسینا سلام‌وطندار ته وايي چې تېرو جګړو یې ۲۵ کلن ورور او دوه کوچنۍ خویندې معلولې کړي او اوس ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړې وویل: «جګړو مو د کورنۍ درې غړي معلول کړي او اقتصادي ستونزو سره مخ یوو. د سره صلیب نړیوالې کمېټې مې ورور بوته، خو تراوسه یې ورسره مرسته نه ده کړې.»

په ورته مهال ۲۵ کلن عبدالباسط چې پر دوو پښو معلول دی، د کابل ښار د یوه سړک څنګ ته ناست دی او د خپلې کورنۍ د نفقې تامین لپاره د موبایل کارتونه پلوري.

هغه چې د ګرځېدو توان نه‌لري او د یوه خصوصي پوهنتون زده‌کړیال دی چې د خپل ژوند بد اقتصادي وضعیت په اړه اندېښمن دی.

نوموړي وویل: «معلول کسان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او همداراز د کار او زده‌کړو زمینه ورته نه ده برابره. له اسلامي امارت مو غوښتنه ده چې معلولو ته د کار او زده‌کړو زمینه برابره کړي.»

په ورته وخت کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، د افغانستان وګړي شاوخوا ۱۵په سلو کې د معلولیت د یوه ډول درلودونکي دي چې له نورو ډېر مرستو ته اړتیا لري.

خو د اسلامي امارت د شهیدانو او معلولانو وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش وايي، شاوخوا ۱۵۰زره معلولان ورسره ثبت دي چې په دوامداره ټوګه خپل حقوق ورکول کېږي.

نوموړي وویل: «تراوسه ۱۵۰زره معلولان پېژندل شوي او دغه وزارت د معلولانو د وړتیا او ظرفیت لوړولو لپاره شپږ بېلابېلو برخو کې د حرفه‌يي زده‌کړو څانګې رامنځته کړي، څو معلولان ټولنه کې د کار کولو توان پیدا کړي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د ملګروملتونو سرمنشي انټوني ګوټرېش هم د معلولانو نړیوالو ورځې په مناسب پر خپله ټوېټرپاڼه یوه پیغام کې ویلي، د نړۍ په کچه د دغه کم‌شمېر کسانو لاسنیوی مهم او هېوادونه اړ دي چې همکاري ورسره وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام