Asset 1SWN

اسلامي امارت: هرات کې مو پنځه داعشیان ووژل

E7x_-s1X0AMIBCw

د هرات استخباراتو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ریاست ځواکونو یاد ولایت کې د عملیاتو پر مهال پنځه داعشیان وژلي دي.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه عملیات بېګاه شپه د لړم ۲۴مه د هرات ښار په «ملاباباجي» سیمه کې د داعش ډلې د غړیو پر یوه پټن‌ځای شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال خبرپاڼه کې راغلي چې په وژل شویو کې بهرني وګړي هم شامل دي.

دا په داسې مهال دی چې د استخباراتو عمومي ریاست دوه ورځې مخکې د کابل په خیرخانې سیمه کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌‌ځای د عملیاتو خبر هم ورکړی و.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم اسلامي امارت افغانستان کې د داعش ډلې حضور جدي ګواښ نه ګڼي، خو په تېره یوه کال کې یې په وار وار د یادې ډلې پر ضد د عملیاتو خبر ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام