د کندوز محلي مسوولان وايي چې نن سهار امنیتي ځواکونو د کندوز ښار اړوند سیمه کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌ځای برید کړی او پنځه داعشیان یې وژلي دي.

د کندوز د امنیې قومنداني ویاند عبیدالله عابدي سلام‌وطندار ته ویلي، د کشفي معلوماتو پربنسټ یې د داعش پر دغه پټنځای عملیات کړي او دې ډلې پورې اړوند پنځه کسان یې وژلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

عابدي زیاته کړې چې دغه عملیات یې د کندوز ښار اړوند دویمه امنیتي حوزه کې چېرته چې د نوموړي په وینا، یوې ودانۍ کې د داعش غړي اوسېدل، کړي دي.

نوموړي وویل: «داعش ډلې دې سیمه کې یو کور په کرایه نیولی و او غوښتل یې د کندوز ښار امنیت خراب او خپل شوم اهداف پلي کړي چې دې موخو ته له رسېدو وړاندې له‌منځه یوړل شول.»

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

کندوز کې امنیتي چارواکي داسې مهال د داعش د غړیو له وژل کېدو خبر ورکوي چې له دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو ویلي و چې داعش ډله د دې توان نه لري چې دوی ته یو ګواښ جوړ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام