تېر یونیم کال کې اسلامي امارت په وار وار نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې اوسني حکومت سره په رسمي توګه تعامل وکړي، خو نړۍ د اسلامي امارت د سیاستونو او پر افغانانو په ځانګړې توګه پر ښځو د محدودیتونو لګولو له امله یادې غوښتنې ته تراوسه مثبت ځواب نه دی ورکړی.
په دې لړ کې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دوحې هوکړهلیک درېیمې کالیزې په مناسبت یو ځل بیا نړۍ سره د تعامل پر اړتیا ټینګار وکړ.
هغه ویلي: «موږ نړۍ سره ښه تعامل غواړو او هر هېواد که اسلامي دی، که غیراسلامي خپلو کې تعامل ته اړتیا لري او هېڅ هېواد یوازې او ځانته څه نشي کولای.»
په ورته وخت کې د نړیوالو چارو شنونکی محمداکرم عارفي وايي، بېلابېل عوامل په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت سیاستونه لامل شوي چې نړۍ ورسره رسمي تعامل ونهکړي.
نوموړي وویل: «څو عوامله اغېزمن دي، لومړی دا چې نړۍ د ډموکراسۍ لور ته روان ده او هڅه کوي چې ډموکراسي د یوه ارزښت په توګه وپېژندل شي، خو امارت په دې اساس نه دی رامنځته شوی. دویم د اسلامي امارت مبارزات دي چې د بنسټ له لوري په نورو عناوینو پېژندل شوي او درېیم په کور دننه د اسلامي امارت سیاست دی چې نړیوالو ته د منلو نه دی.»
له دې سره د سیاسي علومو څېړونکی داوود طنین بیا پر دې باور دی چې هېواد کې د ټولګډونه حکومت نه جوړېدو او د ښځو پر کار او زدهکړو محدودیت اسلامي امارت سره د نړیوالو د تعامل پر وړاندې خنډ جوړ کړی دی.
نوموړي وویل: «لومړی موضوع د ټولګډونه حکومت جوړېدل او دویم هم د ښځو او نجونو ښوونیز نظام دی. درېیمه موضوع چې نړۍ ډېر پرې ټينګار کوي، هغه یو لړ ارزښتونه دي چې دولتونه د دې لپاره چې یو بل سره تعامل ولري، باید ورته درناوی ولري، دا ټول لامل شوي چې اسلامي امارت په رسمیت ونه پېژندل شي.»
له دې سره د اسلامي امارت د ویاند له مرستیالانو څخه بلال کریمي وايي، نړیوال دې افغانستان کې د حکومت لاسته راوړنو ته په پام، اسلامي امارت سره رسمي تعامل پیل کړي.
بلال کریمي سلاموطندار ته وویل: «کومه ستونزه نشته چې د تعامل مخه ونیسي. اسلامي امارت د مسوول حکومت په توګه افغانستان کې امنیت ټينګ کړی او سرحدونه یې خوندي کړي او همداراز ټولې ادارې خدمتونه وړاندې کوي او د اسلامي امارت پالیسي هم دا ده چې افغانستان چا ته ګواښ نه دی. امارت د تعامل، اقتصاد، حکومتدارۍ برخه کې لاستهراوړنې لري او نشهيي توکي یې ختم کړي اداري فساد، دا هغه څه دي چې نړۍ یې باید پر بنسټ له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.»
اسلامي امارت داسې مهال نړۍ سره پر رسمي تعامل ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه افغانستان کې د اسلامي امارت پر حکومتولۍ نیوکه کوي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
وروستي مورد کې د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د بشريت ضد او جنګي جرمونو د څېړنې لپاره د یوه ميکانېزم د جوړېدو غوښتنه کړې ده.