د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر وايي چې دغه وزارت امریکا ته د ولسمشر محمداشرف غني د سفر پر موضوع د یاد هېواد له بهرنیو چارو وزارت سره کار کوي. نوموړي دا څرګندونې نن په هرات کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړي او ویې ویل: «دا مفکوره شته چې یاد سفر وشي.»

نوموړي هغه خبرونه هم بې‌بنسټه وبلل چې د ولسمشر محمداشرف غني سفر د امریکا په غوښتنه کېږي او په وینا یې، د دواړو لوریو په غوښتنه به وشي. هغه زیاتوي، دواړو لوریو دغه سفر ته لېوالتیا ښودلې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تر دې مخکې ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي وو چې واشنګټن ته د ولسمشر غني د سفر پرله‌پسې غوښتنې نه دي منل شوي. د راپورونو پر بنسټ، امریکا ته د تګ په اړه د ولسمشر غوښتنه په یاد هېواد کې د افغانستان سفارت له لوري سپینې ماڼۍ او کانګرېس ته سپارل سپارل شوې ده.



ولسمشر محمداشرف غني په یاده رسمي غوښتنه کې د امریکا له سپینې ماڼۍ او کانګرېس څخه غوښتي و چې غواړي یوازې امریکا ته ورشي او د دغه هېواد له چارواکو سره وګوري.

د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان پر وړاندې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د څرګندونو هم ننګه وکړه او ویې ویل: «د ملي امنیت سلاکار د افغان دولت په نوم د وینې تویېدنې پر درېدو او د سولې په برخه کې پر پرمختګ ټینګار کړی چې دا د افغانانو او افغان دولت غوښتنه ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اتمر ټینګار کوي چې افغانان او افغان دولت پوهېږي چې د پاکستان له همکارۍ پرته په افغانستان کې د وینې تویېدنه او د سولې پروسې بریا ناشوني دي. هغه وايي، له پاکستان سره د افغانستان همکاري حتمي او اړینه ده او اړتیا ده چې له پاکستان سره د خبرواترو په هر حالت کې وساتل شي.

د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې هېڅکله به اجازه ور نه کړي، څو د پاکستان او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ترمنځ لفظي بریدونه د دواړو دولتونو د همکارۍ مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي څه موده مخکې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د هغو څرګندونو پر وړاندې توند غبرګون وښود چې په ننګرهار کې یې پاکستان ته په خطاب کې کړې وې. قریشي له محب څخه غوښتي و چې په‌کار ده خپل چلن بدل کړي.

خو حمدالله محب د نوموړي له څرګندونو او هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې ګواکې پاکستان ورسره اړیکې پرې کړي، وویل چې «له موږ سره د پاکستان د اړیکې پرې کول پرې چندان اغېز نه کوي؛ ځکه اوس مو هم اړیکې ښې نه دي.»

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام