د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې له روسيې، ایران او پاکستان سره یې د کانونو، برښنا او زیربناوو برخو کې د پانګې جلب په موخه د فعالو کمپنیو او سوداګریزو شرکتونو یوه ټولګه یا کنسرسیوم جوړ کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده یادو شرکتونو سره د هوکړې د لاسلیک ترڅنګ ویلي، ټاکل شوې چې د یادو شرکتونو استازي د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت د پروژو پلي کولو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
نوموړي وویل: «د صنعت او سوداګری وزارت له روسیي، ایراني او پاکستاني شرکونو سره یو کنسرسیوم جوړ کړی چې او ګډ پانګه اچوونکي به د برښنا تولید، د سالنګ دویم فاز رغول، له پنجشېر کابل ته د برښنا لېږد او د کابل-کندهار سرکت او کندهار-هرات جوړولو پروژو هوکړهلیک د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی دی.»
په ورته مهال اقتصادي کارپوهان له روسي، ایراني او پاکستاني شرکتونو سره د کنسرسیوم رامنځته کولو هرکلی کوي او وايي چې د دغو پروژو پليکېدل به هېوادوالو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.
اقتصادي کارپوه عبدلنصیر رشتیا وویل: «د کنسرسیوم هوکړهلیک لاسلیکول د سیمې هېوادونو لپاره ډېر ګټور دي او ډېری شرکتونه د هېواد د کانونو، انرژۍ او زیربناوو برخه کې پانګونې ته لېواله دي چې پانګونه به یې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د صنعت او سوداګری د شمېرو پر بنسټ، په تېر یوه کال کې ۱۵۰ بهرنیو شرکتونو افغانستان کې د فعالیت لپاره جوازونه ترلاسه کړي دي.