Asset 1SWN

سلام وطندار

اسټرالیا په دویمه ټسټ لوبه کې سوېلي افریقا په ۱۸۹ منډو وسوځوله

351508

د اسټرالیا او سوېلي افریقا ترمنځ د دویمې ټسټ لوبې په لومړۍ ورځ سوېلي افریقا یو ځل بیا د اسټرالیا د توپ اچوونکو پر وړاندې پاتې راغله او ټوله لوبډله په لومړۍ ورځ په ۱۸۹ منډو وسوځېده.

د سوېلي افریقا لوبډلې توپوهونکي که څه هم په خپله توپوهنه کې پاتې راغلل، خو توپ اچوونکو مارکو یانسن او کایل ویرییني یې نیمه سلیزې وکړې او د سوېلي افریقا منډې یې تر ۱۸۹ ورسولې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کایل ویریني ۵۲  او مارکو یانسن د سوېلي افریقا لپاره ۵۹ مندې جوړې کړې.

بل‌خوا د اسټرالیا توپ اچوونکي کامرون ګرین په ۱۰.۳ اورونو کې درې اووره مېډن کړل او د سوېلي افریقا پنځه لوبغاړي یې وسوځول. مېچل سټارک هم دې لوبه کې دوه وېکټې ترلاسه کړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اسټرالیا په خپله توپوهنه کې ۴۵ منډې جوړې کړې او یوه وېکټه یې له لاسه ورکړې ده. د نن ورځې لپاره لوبه پای ته رسېدلې او سبا به اسټرالیا خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام