د پاکستان او انګلستان ترمنځ نن په ملتان کې دویمه یو ورځنۍ لوبه پیل شوې چې انګلستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۱ منډې جوړې کړې.
د انګلستان لپاره په توپوهنه کې بېن ډاکېټ ۶۳، اولي پاپ ۶۰ او مارک ووډ تر ټولو زیاتې ناسوځېدلې ۶۳ منډې جوړې کړې.
د پاکستان لپاره په اچوونه کې ابرار احمد ۷ او ذاهد محمود ۳ وېکټې ترلاسه کړې. دا د پاکستان لپاره د ابراراحمد لومړۍ ټسټ لوبه ده چې نوموړی په کې د انګلستان ۷ لوبغاړي سوځوي.
پاکستان خپله پاڼۍ پیل کړې او تراوسه یې په ۱۵ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۵۳ منډې جوړې کړې دي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د پاکستان او انګلستان ترمنځ د روان ټسټ لوبلړۍ په لومړي سیالي کې انګلستان ته ماته ورکړې ده. دغه لوبې د ټسټ نړیوالې اتلولۍ لپاره ترسره کېږي.