Asset 1SWN

نړیوال جام؛ افغانسان نن سریلانکا سره تمریناتي لوبه کوي

FbL6FckVsAQ8ZCC_11zon

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره نن د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې سره تمریناتي لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته ۱:۰۰ «سه‌شنبه د اکتوبر درېیمه» د هند د ګوواهاټي په «بارساپارا کرېکټ نړیوالي لوبغالي» کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

له دې وړاندې د افغانستان لومړۍ تمریناتي لوبه د باران له کبله لغوه شوې وه. هغه لوبه یې د سوېلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې وه.

 سریلانکا په خپله لومړۍ تمریناني لوبه کې بیا له بنګلدېش ماته خوړلې. هند کې د باران له کبله دغه تمریناتي لوبې تر ډېره بې‌خوندې شوي دي. تراوسه بېلابېلې تمریناتي لوبې د باران له کبله لغوه او یا یې هم اورونه کم شوې دي.

بل‌خوا د نن ورځې په نورو تمریناتي لوبو کې بیا پاکستان له اسټرالیا او هند له نیدرلنډ لوبډلې سره مخ دي. پرون دوشنبه د اکتوبر دویمه هم دوه تمریناتي لوبې وشوې چې نیوزیلنډ سوېلي افریقا او انګلنډ بنګلدېش له ماتې سره مخ کړ.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هند په کوربه‌توب د ۲۰۲۳ کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام د روانې اکتوبر میاشتې په پنځمه به د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شي چې د نومبر تر ۱۹ به دوام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام