Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان نن سوېلي افریقا سره تمریناتي لوبه کوي

AQ7QWVHWIDE4KQOZCUXPTFS5X4

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام لپاره په تمریناتي لوبه کې د سوېلي افریقا پر وړاندې سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه د هند په «ګرین فیلډ کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سوېلي افریقا او افغانستان تراوسه یوازې یوه یو ورځنۍ نړیواله لوبه کړې چې د سوېلي افریقا په بریا پای ته رسېدلې ده.

افغانستان په دې لوبه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۵ منډې جوړې کړې وې چې سوېلي افریقا د یوه لوبغاړي په سوځېدو ورکړل شوی هدف ترلاسه کړی و.

افغان لوبډلې که څه هم اسیا جام کې یې ښې لوبې وکړې، خو د تمې خلاف پایله یې لرله او ګروپ پړاو کې له یادو سیالیو بهر شوه. له هغې وړاندې ملي لوبډلې د پاکستان پر وړاندې د درېوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټه چې ۳:۰ یې پاکستان ته وبایلله.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د پاکستان پر وړاندې دې لوبلړۍ کې که څه هم یوه لوبه کې تر ۳۰۰ منډې جوړې کړې، خو وروستیو شېبو کې یې سیالي له لاسه ووتله.

بل‌خوا سوېلي افریقا بیا تازه د اسټرالیا پیاوړې لوبډلې کوربه‌توب وکړ او له یادې لوبډلې یې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ۳:۲ وګټله.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هند په کوربه‌توب د یو ورځنیو سیالیو کېدونکی نړیوال جام به د راتلونکې میاشتې په پنځمه نېټه پیل او لس لوبډلې به د یوه بل پر وړاندې سره سیالي وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام