Asset 1SWN

سلام وطندار

نړیوال جام؛ نن دوه تمریناتي لوبې کېږي

cks

د ۲۰۲۳ کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د چمیتووالي په موخه د تمریناتي لوبو په لړ کې نن هند له انګلستان او اسټرالیا له نیدرلنډ سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې د هند او انګلستان لوبه نن شنبه د سپټمبر ۳۰مه  له غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه «برساپارا کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسټرالیا او نیدرلنډ تمریناتي لوبه به هم نن له غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه «ګرېن‌فیلډ نړیوال لوبغالي» کې وشي.

هند له دې وړاندې انګلستان سره په مخ شویو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې یوازې یو ځل دې لوبډلې ته ماته ورکړه او پاتې څلور سیالي انګلستان ګټلي دي.

انګلستان د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام اتل پاتې شوی او دې نړیوال جام کې به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

هند تازه په خپل کوربه‌توب اسټرالیا ته د درېوو یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې ۲:۱ مات ورکړه. انګلستان بیا نیوزیلنډ سره د شل اووره او یو ورځنیو سیالیو څخه تازه راستون شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا نیدرلنډ چې دې نړیوال جام کې یوازینۍ کمزورې لوبډله بلل کېږي، نن اسټرالیا سره تمریناتي لوبه کوي. اسټرالیا له دې وړاندې درې ځله یو ورځنیو سیالیو کې نیدرلنډ سره مخ شوی چې دغه لوبې د یادې لوبډلې په ګټه تمامې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام