د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکېن وايي، افغانستان ته د نړیوالو مرستو د لېږد په اړه پر داسې لارو چارو غور کوي چې له مخې یې، دغه مرستې په مستقیمه توګه افغانانو ته ورکړل شي او د اسلامي امارت تر مشري لاندې د حکومت لاس ته ونه لوېږي.

بلنکېن په یوې ټلوېزیوني مرکه کې د افغانستان اقتصاد خورا ناوړه بللی او د اندېښنې په څرګندولو سره یې ویلي چې امریکا به د افغانستان له خلکو سره خپلې بشري مرستې جاري وساتي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستې رسولو لپاره  له نړیوالې ټولنې سره همغږي وکړي، څو دغه مرستې بې‌وزله کسانو ته ورسوي. بلنکېن په دغه مرکه کې پر اسلامي امارت غږ کړی چې خپلو کړیو ژمنو ودرېږي او هغه غوښتنې چې امریکا او نړیواله ټولنه یې لري، ومني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی چې میلیونونه افغانان د مرګ له ګواښ سره مخ دي او هغه مقررات دې وځنډول شي چې له مخې یې د هغو لګښتونو مخه ډب کوي چې په افغانستان کې د خلکو د ژوند ژغورولو لپاره ورته بېړنۍ اړتیا ده.

ګوترېش ټینګار کړی چې د افغانستان د شتمنیو کنګلېدل د دغه هېواد وګړي د مرګ له ګواښ سره مخ کوي او دغه پیسې باید د شرایطو له مخې ازادې شي چې په افغانستان کې پرې ادارې، روغتیايي او نور عامه خدمات وړاندې او د عامه سکتور د کارکوونکو معاشونه ورکړل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د خوړو نړیوال پروګرام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان کې د خورا ناوړه اقتصادي وضعیت له امله پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی او د دغه هېواد شاوخوا ۳۰سلنه ماشومان پرخوارځواکۍ اخته شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام