له هغه وروسته چې ا.ا واک ته رسېدلی، د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار حق پر یوې لانجمنې موضوع اوښتې او تل په کور دننه او بهر د بحث وړ ګرځېدلې، خو اسلامي امارت تر اوسه دې برخه کې نه یوازې پر خپل دریځ ټینګ ولاړ دی، بلکې پر هغوی یې لا هم محدودیتونه زیات کړي دي.
اوس د ښځو حقونو فعالانې وايي چې د خپل حق غوښتلو په موخه به دا ځل د اسلامي امارت چارواکو ته ورشي او هغوی ته به په دودیز ډول خپل پلوونه وغوړوي.
دوی له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار حق ورکولو برخه کې د اسلامي امارت پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي؛ ځکه په وینا یې، اوسنۍ تګلارې یې کومه پایله نهده لرلې.
یوه معترضه او د ښځو حقونو فعاله فروزان داوودزۍ وايي، له دې وروسته به پر سړکونو د اعتراض پر ځای، د اسلامي امارت چارواکو ته د اعتراض په توګه ورشي.
هغه زیاتوي: «له دې وروسته د لاریونونو پر ځای، پلان لرو چې د اسلامي امارت مشرانو ته ورشو او په دودیز ډول ورته کېنو، پلوونه ورته غوړوو او خپل حق ترې غواړو.»
په همدې حال کې معترضه او ښځو حقونو فعاله شمایل توانان وايي: «که څه هم د نړۍ د هېوادونو له تګلارې ناهیلې شوې یوو، خو له هغوی زموږ غوښتنه دا ده چې د ښځو ترڅنګ ودرېږي او د هغوی د حق لپاره جدي ګامونه اوچت کړي.»
اوس که څه هم د نوي ښوونیز کال او د لوړو زدهکړو د بهیر پیلېدو ته له درېوو اوونیو کمه موده پاتې ده، خو لا هم د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانېستل کېدو په اړه هېڅ خبر نشته.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل پوهنتون زدهکړیاله نظیفه او د یوه خصوصي پوهنتون زدهکړیاله سمیرا په اړه دې وايي:
«زموږ پوهنتون باید د کب په پنځلسمه پیل شوی وای، خو تر اوسه یې هېڅ خبر نشته. موږ زدهکړیالان بېبرخلیکه پاتې یوو.»
«هغه ورځ مو چې پوهنتون پر مخ وتړل شو، یو ناوړه حس او ناهیلي راته پیدا شوه. نجونو هڅې کړې وې، څو سمسټرونه یې لوستي وو.»
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې تل خبرداری ورکړی، که اسلامي امارت افغان نجونو او ښځو ته د زدهکړو او کار حق ور نه کړي، د افغانستان پر اقتصادي وضعیت او بشري مرستو به ناوړه اغېزې وکړي.