Asset 1SWN

بلېنکن: که پر افغان ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې نه‌شي، پر ا.ا به نور فشار هم راوړو

Blinken-p1mq6vou055nu1sj3plbyjwjjikkbbdsftweivz0co (1)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن سیمې ته د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي ټوماس وېسټ له سفر سره هم‌مهاله ویلي، که اسلامي امارت پر افغان ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې نه کړي، نور فشار به هم پرې راوړي.

د نوموړي په وینا، اسلامي امارت باید پر خپلو وروستیو پرېکړو بیاکتنه وکړي، که نه، امریکا به نوي محدودیتونه پرې ولګوي، چارواکو ته به یې ویزې ور نه کړل شي او امریکا او نړیواله ټولنه به په ښه سترګه ورته ونه ګوري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته ویلي چې د فشار راوړل ناکامه نسخه ده او دوی به د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ خپلې تګلارې ته دوام ورکړي.

هغه وايي، تور نوملړ چې مخکې له منځه وړل کېده، باید له منځه یووړل شي او د ستونزو حل هم یوازې د خبرواترو له لارې شونی دی.

په همدې حال کې د سیاسي علومي څېړونکی داوود طنین وايي، نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت واک ته له رسېدو راهیسې هڅه کړې چې د فشار له لارې ځینو ارزښتونو ته غاړه کېږدي، خو په خبره یې، دغو فشارونو نه یوازې د اسلامي امارت تګلاره بدله کړې، بلکې لا یې هم حساسیت راپارېدلی دی.

سیاسي فعال ویس ناصري بیا باور لري چې امریکا د افغانستان په اړه هېڅ ډول پرېکړه په پام کې نه لري او یوازې غواړي چې افغانستان او سیمه کې سیاسي تشه پر خپل ځای پاتې شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

نوموړی وايي، امریکا نه اسلامي امارت حکومتولۍ ته پرېږدي، نه یې سقوط غواړي او نه یې هم د پیاوړتیا او سیاسي ثبات غوښتونکې ده.

د یادونې ده چې امریکا څه موده مخکې ویلي و چې د اسلامي امارت پر وړاندې به خپل چلن بدل کړي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر یې ورپسې پر اسلامي امارت د محدودیتونو لګېدو خبرداری ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام