له افغانستان سره د چین هېواد د بشري مرستو په لړ کې نن دغه هېواد  د ۱۴ میلیونو ډالرو په ارزښت د خوراکي او ژمنیو توکو مرسته کړې چې یادې مرستې به پر اړمنیو او بې‌وزله کورنیو ووېشل شي.

افغان چارواکو ته د یادو مرستو د سپارلو پر مهال په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وویل چې دا مرستې به په هغو کورنیو وویشل شي چې په بد اقتصادي وضعیت کې دي. وانګ یون وایي، چین د افغانستان له خلکو سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړي ویلي چې هېواد یې د یو خپلواک، پرمختللي او باثباته افغانستان غوښتونکی دی. ددې ترڅنګ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي د چین هېواد د دغې بشردوستانه مرستو د ترلاسه کولو پرمهال وویل، په افغانستان کې یو میلیون او ۳ لکه کسان له خپلو اصلي مېنو بیځایه شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

خروټی وايي، د چین مرسته شوې توکې به په لومړي پړاو کې داخلي بیځایه شوو ته ووېشل شي او دا مرستې یواځې مرکز پورې محدودې نه دي بلکې ټول افغانستان کې به بې‌وزلو او اړمنو کورنیو ته وویشل شي.

د ورستیو سیاسي بدلونونو وروسته، د بشري بحران رامنځته کېدو وېره زیاته شوې او زیات شمېر افغانانو د نړیوالو مرستندویه بنسټونو مرستو ته اړتیا لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام