د امریکا په کانګرېس کې د دموکرات ګوند یو‌شمېر غړو ولسمشر جو بایډن ته یو لیک استولی او له نوموړي یې غوښتي چې په افغانستان کې د اقتصادي پاشلتیا او پراخې قحطۍ څخه د مخنیوي لپاره دې، د دغه هېواد د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو زمینه برابره کړي.

د امریکا شاوخوا ۴۶ قانون جوړونکو په دغه لیک کې د افغانستان پر وړاندې د امریکا د سیاست د بدلون غوښتنه کړې او ټينګار یې کړی چې متحده ایالات دې له هغو فشارونو لاس په سر شي چې له امله یې د افغانستان د اقتصادي پاشلتیا لامل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی خبرداری ورکړی، که چېرته دغه وضعیت دوام وکړي، نو په راتلونکو څو کلونو کې به د تېرو شلو کلونو د جګړې په پرتله د ملکیانو د مړینې شمېره څو برابره لوړه وي.

 د کانګرېس دغو غړو د بشردوستانه مرستو په برخه کې د اسانتیاو برابرولو په موخه د افغانستان شتمنیو ته د لاسرسي په اړه د امریکا له طرحې ملاتړ کړی او د جو بایډن له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې د پیسو له نړیوالو صندوق سره دې ګډ کار وکړي، څو د افغانستان لپاره د بېړني مالي لاسرسي ته زمینه برابره کړي.

د امریکا دغو قانون جوړونکو همداراز په دغه لیک کې له جو بایډن غوښتي چې دوی ته باید ډاډ ورکړل شي، څو هغه سازمانونه چې په افغانستان کې فعالیت لري، د اسلامي امارت پر وړاندې د امریکا له بندیزونو به سرغړونه نه کوي.

په دغه لیک کې راغلي چې د افغانستان اوسني مسوولانو سره د متحده ایالاتو تعامل د لسګونو میلیونو بې‌ګناه ښځو، ماشومانو او ملکیانو ته د بې‌ساري زیان رسولو د مخنیوي لپاره مهم دی او  پر افغانستان زیات بندیزونه د انساني ناورین د رامنځته‌کېدو ګواښ له ځان سره لري او دا کار به د دې لامل شي چې اسلامي امارت له امریکا سره د تعامل څخه ډډه وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د امریکا د کانګرېس دغو غړو خبرداری ورکړی، که چېرې د اړتیا وړ پانګه د افغانستان اقتصادي نظام ته وردننه نه‌شي، دغه هېواد په بشپړه توګه د اقتصادي ګډوډۍ او د بشري ناورین سره مخامخ کېدلای شي، هغه وضعیت چې د دوی په اند په سیمه کې به د بې‌ثباتۍ لامل شي.

تر دې مخکې ځینو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او له امریکا یې غوښتي وو چې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني ازاده کړي، خو امریکا ویلي چې د دغو شتمنیو ازادول، یوه پېچلې او ننګونکې موضوع ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام