مارکوس پوتزل افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال په توګه وټاکل شو. ملګروملتونو پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سرمنشي د نوي ځانګړي استازي مرستیال په توګه د هغه د ټاکلو خبرورکړ.

مارکوس پوتزل د عمومي سرمنشي د پخواني مرستیال ځانګړي استازي مته نوډسن پر ځای ټاکل شوی دی. پوتزل تر دې مخکې په افغانستان کې د جرمني سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

سلام‌وطندار فارسی را در فیس‌بوک دنبال کنید

په اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوی ځانګړی استازی د ډیپلوماسۍ او نړیوالو همکاریو په برخه کې له ۲۷ کلونو  څخه زیاته مسلکي تجربه لري چې په دې موده کې یې اته کاله په افغانستان کې دننه دنده ترسره کړې ده.

پوتزل په المان کې د برلین د هومبولټ پوهنتون او د تاجکستان د دوشنبې پوهنتون څخه د ژبې او د فارسي او انګلیسي ادبیاتو  په برخهکې د ماسټرۍ سند لري.

هغه په ​​الماني، انګلیسي، فارسي او دري ژبو روان خبرې کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبورا لاینز په دې وروستیو کې په افغانستانکې د خپل ماموریت د پای‌ته رسېدو خبر ورکړ. ملګرو ملتونو تراوسه د افغانستان لپاره خپل نوی استازی نه دی معرفي کړی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام