په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نصیراحمد فایق په دغه سازمان کې د افغانستان د نوي چارسمبالي استازي په توګه ټاکل شوی دی. دغه خبر وروسته له هغه خپور شو چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مخکیني دایمي استازي غلاممحمد اسحاقزي د استعفا په اړه راپورونه خپاره شول.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ یوې سرچینې رسینو ته منلې چې غلاممحمد اسحاقزي له خپلې دندې استعفا کړې. دغه استازولۍ ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې نصیراحمد فایق په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د شارژدافیر په توګه ورپېژندلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نصیراحمد فایق په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې په رسمي توګه یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د شارژدافیر په توګه مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. نوموړي ویلي، دغه مسوولیت یې په یوه بحراني وضعیت کې پر غاړه اخیستی او هڅه کوي د افغانستان د خلکو چې له بېوزلۍ، لوږې، وزګارتیا، سړې هوا او د بشر حقونو له نقض سره زورېږي، د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو او اړوند چارواکو ته ورسوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د ملګرو ملتونو د باور ورکوونکې کمېټې څو ورځې وړاندې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د غلاممحمد اسحاقزي ماموریت ته د دوام رایه ورکړه. اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي څوکۍ ته سهیل شاهین د خپل استازي په توګه ټاکلی چې د دغه سازمان د اعتبار ورکوونکې کمېټې له لوري نه دی منل شوی.