د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د ټول‌شموله حکومت جوړېدو ته ژمن دی

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نېکلاسون د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې د اسلامي امارت دې له حکومت نه دباندې پر کارپوه او تکړه افغانانو مشورې واورې؛ ځکه په خبره یې، مخکینی حکومت همدغه انحصار له منځه یووړ. عبدالکبیر په دې لیدنه کې د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو او حکومت کې د مسلکي کسانو پر نیولو ټینګار کړی دی.

د اکو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ افغانستان کې پر ټول‌شموله حکومت ټینګار وشو

سږ کال د اکو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۶مه غونډه پرون د افغانستان له استازي پرته د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې پیل شوه او نن یې دویمه ورځ وه.
د اکو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د سږنۍ غونډې پر مهال په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت پر جوړولو او د افغانستان له لارې د ازبکستان‌ـ‌‌پېښور ترمنځ د اورګاډي پټلۍ پروژې په اړه بحث شوی دی.

نصیراحمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نوي استازي په توګه ټاکل شوی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نصیراحمد فایق په دغه سازمان کې د افغانستان د نوي چارسمبالي استازي په توګه ټاکل شوی دی. دغه خبر وروسته له هغه خپور شو چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مخکیني دایمي استازي غلام‌محمد اسحاقزي د استعفا په اړه راپورونه خپاره شول.

شنونکي: د تهران ناسته کې ګډون کوونکي هېوادونه د خپلو ګټو په لټه کې وو

د ایران په پلازمینې تهران کې د افغانستان د ګاوڼدیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غوڼده چې په حضوري او انلاین بڼې جوړه شوې وه، پکې ګډون کوونکو هېوادونو د اسلامي امارت د استازي په نه‌شتون کې پرېکړه کړې چې په افغانستان کې دې ټول‌ګډونه حکومت جوړ شي. خو یوشمېر شنونکي بیا دغه ناسته د ګډون‌کوونکو هېوادونه په ګټه بولي.

تر راتلونکو دوو ورځو د «جي‌۲۰» هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه کوي

د روسیې تاس خبري اژانس د یاد هېواد د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال سرګي ورشینین له قوله راپور ورکړی چې تمه ده تر راتلونکو دوو ورځو پورې «جي ۲۰» هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ویلي چې په دغه ناسته کې د ګډون لپاره باید دوی ته بلنلیک راواستول شي.