Asset 1SWN

سلام وطندار

په پکتیا پوهنتون کې د افغانستان د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس جوړ شو

پکتیا

د افغانستان د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس چې د ا.ا چارواکو او د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو استادانو په‌کې ګډون کړی و، نن (د تلې دوه‌ویشتمه، د شنبې ورځ) د پکتیا پوهنتون په تالار کې جوړ شو او درې ورځې به دوام وکړي. په دغه کنفرانس کې د ا.ا د سرپرستې کابینې د کورنیو چارو، لوړو زده‌کړو، اقتصاد او پوهنې وزارتونو سرپرستانو هم ګډون کړی و.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور د دغه کنفرانس په پرانېستونکې وینا کې وویل چې د هېواد پرمختيا له پوهنتونونو سره تړلې ده او بايد پوهنتونونو ته ډېر پام وشي؛ ځکه په خبره یې، له عصري زده‌کړو پرته پرمختګ ناشونی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هغه په وینا، عصري زده‌کړې په قطعي دليل فرض دي او موږ بايد خپل ځوانان د انجينرۍ، ټکنالوجۍ کمپيوټر، نظامي او نورو علومو سمبال کړو، خو که داسې ونه شي، نه یوازې فرض به مو پريښي وي، بلکې اوسنی حکومت به هم له لاسه ورکړو.

دلاور وویل، په کومه ټولنه کې چې د پوهنتون استاد بې‌قدره وي او پوهنتون په ټپه ولاړ وي، هغه ټولنه پرمختګ نه‌شي کولای. نوموړی زیاتوي: «هره اداره په خپل ځای کې ډېر ارزښت لري، خو د ټولو لپاره بنسټ د لوړو زده‌کړو وزارت دی. د پوهنتون علم فرض عين دی. د پوهنتون علم په قطعي دليل فرض دی او نن موږ مسوول يوو چې خپل ځوانان په عصري علومو، انجينري، ټکنالوجي، کمپيوټر، طبي او په نظامي علومو سمبال کړو او که دا و نه کړو، بيا مو فرص ترک کړي او حکومت به مو له لاسه ورکړی وي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل چې په هرات کې د تېلو او ګازو ۲۳۰۰۰ کيلومټره مربع زېرمې شته چې اوس د دغه وزارت له لوري داوطلبۍ ته وړاندې شوي، څو یې د را اېستلو لپاره لوی شرکتونه پیدا او دوی یې په قرارداد ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې په یاد کنفرانس کې به په هېواد کې د بې‌وزلۍ له منځه وړلو، د کورنیو توليداتو ملاتړ او د افغانستان پر اقتصاد يې د اغېزې، د افغانستان پر اقتصاد باندې د پولي سياست اغېزې، د افغانستان د مالي پاليسي ارزونې، بهرنیو مرستو او پر افغانستان يې د اغېزو، د هېواد په پرمختګ کې د خصوصي سکټور ونډې او نورو برخو په اړه ۵۶ بېلابېلې مقالې وړاندې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام