د بادغیس یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، د دغه ولایت د احصاییې او معلوماتو اداره د پېژندپاڼو د تایید لپاره له دوی څخه پیسې اخلي چې ګن‌شمېر یې روانو حالاتو ته په کتو د ورکولو توان نه لري.

دوی وویل، مجبوره دي د هرې پېژندپاڼې د تاییدۍ لپاره سل افغانۍ ورکړي. د بادغیس اوسېدونکي د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې دغه پیسې ور څخه وانه‌خلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، د دوی اقتصاد کمزوری دی او د یوې پېژندپاڼې د تایید لپاره ۱۰۰ افغانۍ ورکوي. دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې دې ستونزې ته پاملرنه وکړي.

په ورته مهال د بادغیس د اوسېدونکو په وینا، مخکیني حکومت ورڅخه د پېژندپاڼو د تایید لپاره پیسې نه اخیستې او د اسلامي امارت په راتلو سره له دوی څخه د پېژندپاڼو د تایید لپاره پیسې اخیستل کېږي او دا له بادغیسانو سره ښکاره ظلم دی.

د بادغیس د احصاییې او معلوماتو ریاست مسوولان وايي، دوی د اسلامي امارت د مرکزي چارواکو د پرېکړې پربنسټ، د هرې پېژندپاڼې له تاییدۍ او د تذکرې اخیستو لپاره د فورم وېشلو څخه له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانۍ اخلي، څو د دولت د عوایدو کچه لوړه شي.

د بادغیس د احصاییې او معلوماتو ریاست اجراییه مدیر فخر‌الدین سالار سلام‌وطندار ته وايي، د کابینې له پرېکړې سره سم هغه کس چې نوې کاغذي پېژندپاڼه کې یو فورم یې ۵۰ افغانۍ دی او له دې وړاندې ۱۰ افغانۍ و چې دوی په دې کار سره غواړي د دولت عواید زیات کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بادغیس د احصایې او معلوماتو ریاست د مسوولانو په وینا، نږدې دوه میاشتې کېږي چې دغه بهیر یې پیل کړی او تراوسه یې د پېژندپاڼو له تاییدۍ او د تذکرو اخیستو لپاره د فورم وېشلو له لارې څه باندې ۲ سوه زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام