Asset 1SWN

سوالګر: مرسته راسره نه ده شوې؛ د سرې‌میاشتې ټولنه: شپږ میلیونه افغانۍ مرستو مو کړې

36A25EBF-4949-458C-BAB5-516A4E445FF1_cx13_cy19_cw85_w1200_r1

د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا اقتصادي معاونیت پرون دوشنبه د مرغومې ۱۹مه ویلي، د سوالګرو راټولولو کمیټې له کابل ښار څخه شاوخوا ۲۴ زره او ۲۷۶ سوالګر راټول کړي چې له ډلې یې څه باندې ۱۱ زره ښځې او څه باندې ۹۰۰۰ ماشومان دي.

اقتصادي معاونیت زیاته کړې چې دغه اړمن د مرستو ترلاسه کولو لپاره د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورپېژندل کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال یوشمېر دغو سوالګرو سلام‌وطندار ته ویلي، سره له دې چې څو ځله د افغان سرې میاشتې ټولنې له‌خوا بایومټریک شوي، خو تراوسه یې هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.

مروه چې د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري ثبت شوې، وايي، خاوند یې پر نشه‌يي توکو روږدی دی او د کورنۍ سرپرستي ور له غاړې ده. د نوموړې په وینا، له هغه وخت چې دې د بایومټریک بهیر بشپړ کړی، پیسې یې نه دي ورکړل شوي.

غلام چې د کابل ښار اوسېدونکی دی او د سوالګرو کمېټې له لوري ثبت شوی، څلور ماشومان لري او په یوه کرايي کور کې ژوند کوي. نوموړي زیاتوي چې له بایومټریک سربېره یې معاش نه دی ترلاسه کړی.

هغه وویل: «امنیتي ځواکونه راځي او له سړ څخه مو ټولوي او هلال احمر مو هم بایومټریک کوي او وايي چې تاسو سره مرسته کوو، خو له څو میاشتو تېرېدو سره مو مرسته نه ده ترلاسه کړې. که سړک ته را نشو، کورنۍ مو د لوږې له امله مري.»

په ورته وخت کې د افغان سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي، کابل ښار کې څه باندې ۱۴ زره حرفه‌يي سوالګر مشخص شوي او هغوی ته معاش هم نه ورکول کېږي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان‌الله شرف‌زوی وویل چې تراوسه یې څه باندې ۳۰۰۰ کسانو سره شپږ میلیونه افغانۍ مرسته کړې او دغه بهیر روان دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کابل څخه د سوالګرو راټولولو پروګرام شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې پیل شو، خو لکه څنګه چې لیدل کېږي، د ښار په سطحه د سوالګرو حضور کې د پام وړ کمښت نه دی راغلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام