د کابل ښار یو‌شمېر سوالګر شکایت کوي چې د سرپرست حکومت له لوري یې د معاشونو د ورکړې په موخه د بایومټریک او ثبت بهیر بشپړ شوی، خو په وینا یې، تراوسه یې د مرستو په توګه خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د کابل ښار اوسېدونکی ۵۵ کلن مایل وايي، څه باندې یوه میاشت وړاندې د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري یې د نوملیکنې او بایومټریک بهیر بشپړ شوی، خو د حکومت له لوري ورسره مرسته نه ده شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، د نهه کسیزې کورنۍ یوازینی ډوډۍ راوړونکی دی او له همدې امله یې سوال کولو ته مخې کړې ده.

هغه وویل: «نه نه موږ ته هېڅ اجازه نه راکوي، پولیس مو نیسي، زه خو نابینا یم، بل کار هم نشم کولی. نهه تنه فامیل لرم، موږ ته باید هغه پیسې یې چې ویلي راکړي. کار خو نشو کولی، باید خپلو ماشومانو سره کور کې اوسم.»

په ورته مهال د کابل ښار یو بل سوالګر ګل‌عالم چې په دواړو سترګو نابینا دی وايي، له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسې یې ټولې رسمي چارې بشپړې شوي، خو لاهم مرسته ورسره نه ده شوې.

هغه وویل: «نابینا یم، هېڅ نشم کولی، دوه نیمې میاشتې شوې، چې بایومتریک کړی یې یم، کله راته نن وايي او کله راته سبا، خو هیچا کومک نه دی کړی.»

بل‌خوا د افغان سرې میاشتې ټولنې د مرستون ریاست مسوولان چې پر سوالګرو د هغوی د معاشونو د وېش مسوولیت پر غاړه لري، وايي چې لومړي پړاو کې یې یوازې کابل کې پر سوالګرو نږدې دوه میلیونه افغانۍ وېشلي او نږدې ورځو کې به سوالګرو ته د مرستو د وېش دویم پړاو هم پیل شي.

د افغان سرې میاشتې ټولنې د مرستون رئیس مغفرالله شهیدزوی سلام‌وطندار ته وویل، لاهم په سوالګرو کې چاڼ کوي چې مستحق او مسلکي سوالګر سره بېل کړي.

هغه وویل: «اول راونډ یې تېر شوی دی، هغې کې مو د سرک له سره خلک راټول کړل او پیسې مو ورکړې. بیا مو ورته فورمې ورکړې چې ډکې یې کړي او رسمي کارونه یې خلاص شي، ډېرو یې تر اوسه نه دي راوړي، یعنې دوی هغه حرفوي سوالګر و.»

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د سوالګرو د راټولولو او ورسره د حکومت له لوري په دوام داره توګه د مرستو لړۍ اوس یوازې په کابل کې پیل شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام