دا چې ژمی په رارسېدو دی او خلک غواړي چې د اړتیا وړ سون‌توکي وپېري، خو سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د ډبرو سکرو بیه ډېره لوړه شوې ده. کابل ښاریان وايي، له یوې خوا وزګاره او بې‌وسه دي او بله‌خوا د ژمي په را رسېدو سره ښار کې د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار اوسېدونکي عبدالرحیم نبي‌زاده او هادي وايي، سږ کال د ډبرو سکرو بیه ډېره لوړه شوې او خلک یې د پېرلو وسه نه لري. د دوی په وینا، اوس په ښار کې یو ټن د ډبرو سکاره له ۱۳۰۰۰ زرو نه په لوړه بیه پلورل کېږي او دوی نه‌شي کولای چې ویې پېري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پر ټویټر لیکلي چې ټاکل شوې د سون‌توکو د بیو کنټرول لپاره ۴۰۰ زره ټنه د ډبرو سکاره د کابل ښار په څلورو زونونو کې ځای پرځای او هر ټن به یې په ۹۰۰۰ افغانیو په خلکو وپلورل شي.

خو د ډبرو سکرو پلورونکي د اسلامي امارت دغه اقدام پر خپل زیان بولي او وايي، که حکومت رښتیا غواړي چې بیې را ټیټې کړي، دولتي تعرفې دې کمې کړي.

کابل کې د ډبرو سکرو یوه پلورونکي نجیب‌الله سلام‌وطندار ته ویلي: «ما ۴۰ ټنه د ډبرو سکاره لرم چې په لوړه بیه مې پېرلي، خو که یې ارزانه وپلوري، ما سره ظلم دی. له حکومت نه غواړم چې خپله تعرفه کمه او هغه بې‌وزله ولس ته وبښي. که تعرفه لوړوي، موږ ته هم په لوړه بیه راځي. حکومت دې پر غریب‌کارو نه، پر ځان فشار راوړي.»

د ډبرو سکرو یو بل پلورونکی قربان مراد وايي، سږ کال نه یوازې دولتي تعرفه، بلکې تر کابله د ډبرو سکرو د راوړلو کرایه هم لوړه شوې ده.

هغه وايي: «تېرو کلونو کې به د ډبرو سکرو پر هر ټن ۲۱۰۰ افغانۍ دولتي تعرفه وه، ۲۵۰ نورې به یې کمېشن کېده، د یو من کرایه ۱۹ افغانۍ وه، خو سږ کال د دولت تعرفه ۳۱۰۰ ده، یعنې ۱۰۰۰ افغانۍ لوړه شوې. تېل هم لوړ دي؛ نو کرایه یې هم ډېرېږي.»

بله‌خوا د سوداګرۍ او صنایعو چارو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده که څه هم د سون‌توکو د بیو لوړوالي په اړه د سلام‌وطندار پوښتنې ځواب نه کړې، خو ویې ویل چې د سون‌توکو د بیو کنټرول لپاره به هڅې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان کې د ډبرو سکرو د بیې لوړوالي په اړه داسې مهال شکایتونه کېږي چې سږ کال پرېمانه د ډبرو سکاره پاکستان ته صادر شول او لا هم دا لړۍ روانه ده. دغه وضعیت څه موده مخکې هم د خلکو او اقتصادي شنونکو اندېښنې را پورته کړې وه او نیوکه کېده چې د ډبرو سکرو استخراج په بې‌مخینې توګه زیات شوی او په کمه بیه پر پاکستان پلورل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام